Print
Print
1 زمری, 1392

د «ستر ستوری» د خپرونې د پایلنې برخې نه وړاندې، د دوو غوره ستورو د اختر ځانګړې خپرونه وه. خپرونه د باربُد د موسیقۍ ډلې له خوا د یوې ځانګړې اختریزې ترسره کونې سره پیل شوه. د خپرونې ځانګړی مېلمه یو نامتو افغان سندرغاړی، حفیظ وصال، وو چې ۲ ځانګړي سندرې یې د افغان دودیزې موسیقۍ سره ترسره کړې. د دې برخې په لړ کې، الیاس ایثار، د سرو زرو پر څوکۍ ناست وو، هغه ځای چې د تېرې جمعې په خپرونې کې یې د تر ټولو نه زیاتو امتیازونو سره لاس ته راوړی وو.

 

د حفیظ وصال د ترسره کونې وروسته، امېد پارسا پر خپل ځای باندې ښکاره شو او د «تو مرا کردي دیوانه» په نوم یوه پاروونکې سندره یې وویل چې څه نا څه د څارونکو د نیوکې سره مخامخه شوه، که څه هم د خپرونې مېلمه، حفیظ وصال، د دې ترسره کونې په اړه مثبته وینا درلوده. الیاس ایثار، د «دل من در هوس دیدن یار» سندره ترسره کړه چې د څارونکو د رضایت وړ وګرځېدل.

 

وروسته، دواړو ګډون‎کوونکو یوه ښائسته سندره د ډالۍ په توګه خپل مینه والو ته وړاندې کړه، دا سندره د وحید قاسمي، د سیالۍ څارونکي له خوا، جوړه شوې وه. 

 

د ګډون‎کوونکو دوهمه ترسره کونه د څارونکو له خوا د امتیاز لاس ته راوړلو لپاره وه. امېد پارسا د خپل ترسره کونې سره د څارونکو له خوا ۳۰ امتیازونه لاس ته راوړه په داسې حال کې چې الیاس ایثار وکولای شو ۲۸ امتیازه لاس ته راوړي. د دې اونۍ د تر ټولو نه زیات امتیازونو د لاس ته راوړو له کبله، د سرو زرو څوکۍ امېدا پارسا ته ورسېدل. 

 

دا خپرونه د امېد پارسا د بیاځلي ترسره کونې سره چې د سرو زرو څوکې یې خپله کړې وه، پای ته ورسېدل.