د خپرونۍ په برخه کی

Print
Print

په ټلویزیون کې د سندرو ویلو ریښتینې او نوې سیالۍ

«ستر ستوری» د سندرو ویلو ریښتینې او نوې سیالۍ ده چې د ټلویزیون له لارې د افغان ستوري د تیرو لسو څپرکو له ګډون‏کوونکو څخه د یوه ستر ستوري د غوره کولو لپاره په لاره اچول کېږي.
ټول‏ټال ۱۲ ستوري به وټاکل شي چې د «ستر ستوري» د سرلیک د ګټلو لپاره به له یوبل سره سیالۍ وکړي.
دا سیالۍ داسې ده چې کسان به په دوو ۶ کسیزو ډلو وویشل شي او هرې ډلې ته به د یوه ډلمشر په واسطه لارښوونه کېږي. د خلکو او پلویانو رایو ته په کتو سره، د دې کسانو شمېر به ۸ کسانو ته راښکته شي.
وروسته له دې چې دا ۸ ستوري وټاکل شول، ۲ څارونکي به دې سیالۍ ته ور زیات شي ترڅو په بې‏پلوه توګه د دې ستورو د ترسره کونو په اړه نظر ورکړي.



د ۱۲ غورو پړاو

د ۱۲ غورو پړاو د ۱ تر ۱۰ څپرکي څخه د افغان ستوري له ۱۲ غورو استعدادونو سره، په لاره اچول کېږي. دا ستوري به د یوبل پر وړاندې سیالۍ وکړي؛ هغوی به خپلې شته او یا هم نوې سندرې له ژوندۍ موسیقۍ سره ترسره کړي. وروسته له هرې ترسره کونې، د هرې ډلې ډلمشر، د دې موخې لپاره چې خپل د پام وړ کس د بریا لوري ته یو بل ګام ورنږدې کړي، خپل نظر څرګندوي.
د هر پړاو په پای کې به له نندارچیانو او لیدونکو څخه وغوښتل شي ترڅو د خپلو ټیلفونونو له لارې خپل د خوښې وړ ستوري ته رایه ورکړي.
هر پړاو به د یوې ځانګړې موضوع درلودونکی وي لکه د مور ورځ او داسې نور... او سندرې به ټولې د خپرونې د موضوع په اړه وي.



د پایلو د اعلان خپرونه

ستوري به دوه کسیزو ترسره کونو ته مخه کړي؛ په داسې حال کې چې د یوبل سره سیالۍ هم لري. د هرې سندرې د ترسره کونې څخه وروسته، د خپرونې کوربه، به د پلویانو او لیدونکو د رایو پایله څرګنده کړي. هغه ستوري چې کمې رایې یې ترلاسه کړي؛ د ګواښ سیمې ته او پاتې ستوري چې ډیرې رایې لري، د خوندیتوب سیمې ته ځي.
د پایلو د اعلان د هر پړاو په پای کې، هغه ستوری به له خپرونې څخه حذف شي چې ترټولو لږه رایه یې ترلاسه کړې او هغه ستوری چې ترټولو لوړه رایه یې ترلاسه کړې، یوه بله سندره به هم ترسره کړي.