Print
Print

هارون پوپلزی

هارون پوپلزی په کال ۱۳۶۴ کې او په یوې هنر دوستې کورنۍ کې نړۍ ته راغلی ده. هغه د افغان ستوري په نهم څپرکي کې د خپل یوه ملګري په سپارښتنې سره ګډون کړی وو. چې په خواشینۍ سره ډیر ژر له خپرونې څخه حذف شو او لسم مقام یې خپل کړ. د هغه په باور، هغه فرصت نه دی موندلی چې خپلې وړتیاوې د ستیج پر مخ نندارې ته وړاندې کړي. هغه تراوسه درې سندرې ثبت کړي دي چې له هغو څخه یوې ته یې ویډیو هم جوړه کړې ده. هارون واده کړی دی او درې اولادونه لري. هغه وایي دې ته په کتو سره چې هغه د کورنۍ لوی اولاد دی، د خپلې کورنۍ پر وړاندې د هغه مسؤلیتونه ډیر زیات دي او دا د هغه د هنري فعالیتونو د خنډ لامل شوی ده. خو هغه پرېکړه کړې چې له دې ستونزو سره سره چې لري یې، خپل هنر ته دوام ورکړي. هارون پوپلزي پرېکړه کړې ترڅو د ستر ستوري په خپرونه کې له نورو سندرغاړو سره سیالي وکړي.